په کراچۍ کې د عزادارۍ په مراسمو د حملو غندنه
د پاکستان د سند صوبې اعلی وزیر یو ځل بیا په کراچۍ کې په شیعیانو ترهه ګره حمله په کلکه وغندله .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې سید مراد علی شاه نن له مخالفو وسله والو ډلو سره د پاکستان ددولت په پریکنده مبارزې په ټینګار سره وویل : د دغه هیواد پوځ به د کراچۍ په دینی مرکزونو او امامباړو کې امنیتی تابیاوې زیاتې کړی.
مراد علی شاه له دې مخکې هم د کراچۍ په ناظم آباد محلې کې د شیعیانو د عزادارۍ په مجلس د ترهه ګرۍ حملې په غبرګون کې ویلې وو: ترهه ګر هیڅ دین او مذهب نه لری او د هغوی هدف یوازې د خلکو وژل دی.
ددغه راپور له مخې د نومبر په نه ویشتمه نیټه د کراچۍ په ناظم آباد محلې کې د شیعیانو د عزادارۍ په مجلس د ترهه ګرې حملې په نتیجه کې پینځه کسان وژل شوې او یو شمیر ژوبل شوې وو.
کراچۍ د پاکستان یو ناامنه ښار ګڼل کیږی چې اکثره پکې په شیعیانو ترهه ګرې حملې کیږی.