نواز شریف په ترکیه کښې شوې چاودنه وغندله
Nov 05, 2016 16:29 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم د ترکیې په دیاربکر کښې شوې چاودنه وغندله.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وویل: ترهګرۍ د ټولو هیوادونو لپاره یو ګډ خطر دی او ټول نړیوال لوبغاړی دې د دې سپیرې ښکارندې د نابوولو کوشش وکړی.
د ترکیې په دیاربکر ښار کښې پرون د پولیسو د ادارې ودانۍ ته څیرمه شوې چاودنه کښې لږترلږه اته کسان ووژل شول.
ویل کیږی چې په یاده چاودنه کښې له سلو زیات کسان هم ژوبل شوی دی.
داعش ترهګرې ډلې د یادې پیښې پړه منلې خو د ترکیې چارواکو له دې مخکښې (پی، کی، کی) ډله د دیاربکره د چاودنې مسئوله بللې وه.