د پاکستان حکومت د سپاه صحابه په غوښتنه فیصل رضا عابدی ونیو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i30922-د_پاکستان_حکومت_د_سپاه_صحابه_په_غوښتنه_فیصل_رضا_عابدی_ونیو
د پاکستان د پارلیمان یو پخوانی غړی د سند صوبې په مرکز کښې د سپاه صحابه تکفیری ډلې د دریو کسانو د وژلو په تور ونیوی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2016 16:31 Asia/Kabul
  • د پاکستان حکومت د سپاه صحابه په غوښتنه فیصل رضا عابدی ونیو

د پاکستان د پارلیمان یو پخوانی غړی د سند صوبې په مرکز کښې د سپاه صحابه تکفیری ډلې د دریو کسانو د وژلو په تور ونیوی شو.

زمونږ خبریال د پاکستانی رسنیو له قوله وائی چې د پاکستان د پارلیمان پخوانی غړی فیصل رضا عابدی د سپاه صحابه ترهګرې ډلې د مشرانو په غوښتنه بیګا په کراچۍ کښې ونیوی شو.

عابدی په داسې حال کښې نیول شوی دی چې د سپاه صحابه تکفیری ډلې ځینو مشرانو پرون د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر چودری نثار علی خان سره په ملاقات کښې له هغه وغوښتل چې د دغه هیواد د پارلمیان دغه پخوانی استازی ونیسی.

د سپاه صحابه ډلې ویاند خبرداری ورکړی چې که د پاکستان حکومت عابدی آزاد کړی نو د دغې ډلې کسان به د سند د وزیراعلی کور کلابند کړی.

د ویلو ده چې د سپاه صحابه درې غړی پرون په کراچۍ کښې د نامعلومو کسانو په حمله کښې ووژل شول.