پاکستانی پولیس د خر په ځاې کولال داغی
په پاکستان کښې ترهګر سپین بازان دی خو پولیس په مظلومانو سختی کوی.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان مشهور شیعه عالم د دغه هیواد امنیتی ځواکونو پرون په کراچۍ ښار کښې ونیو.
پرون هم د فیصل رضاعابدی په نوم یو بل شیعه شخصیت چې د پاکستان د سینیټ پخوانی غړی او د پیپلز پارټۍ له تیرو مشرانو څخه و، نیول شوی و او ښائی د شیعه مسلمانانو نور مهم کسان هم ونیوی شی.
دا نیونې د تیرې جمعې په ورځ د سپاه صحابه او لشکر جهنګوی ترهګرو ډلو د شپږو کسانو له وژل کیدو وروسته شوې دی خو تراوسه معلومه نه ده چې دغه کسان چا وژلی او هیڅ کس یا ډلې یې د وژلوپړه هم نه ده منلې.
دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان په شیعه مسلمانانو باندې هره څه موده پس د لشکر جهنګوی ترهګرې ډلې لخوا بریدونه کیږی او څو ورځې مخکښې هم د کراچۍ ښار د ناظم آباد سیمې په یو کور کښې دننه د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ او ماتم په مراسمو برید او ډزې وشوې چې پکښې دڅلورو وروڼو په شمول پنځه تنه ووژل شول او پرون هم د همدغه ښار په رضویه سیمه کښې د عزادارۍ د مراسمو له ختمیدو وروسته په ستنیدونکو شیعیانو ډزې وشوې چې یو تن پکښې وژل شوی او بل زخمی شو.
لشکر جهنګوی نومې ډله زیاتره وختونه د شیعیانو د وژلې پړه منی خو د پاکستان حکومت یې پر خلاف هیڅ اقدام نه کوی