د کشمیر کشاله دې هواره شی
Nov 06, 2016 10:53 Asia/Kabul
د پاکستان دفاع وزیر یوځل بیا د کشمیر د مسئلې په هواری ټینګار کړی دی.
پاکستانی رسنیو لیکلی چې د دغه هیواد دفاع وزیر خواجه آصف پرون د کشمیر کنټرول لاین له کتنې وروسته وویل چې د کشمیر د مسئلې په سر پاکستان له هندوستان سره څو څو ځلې ښکیل شوی دی.
هغه زیاته کړه: په تیرو څو اونیو کښې هندوستان د کشمیر په کنټرول لاین کښې لږترلږه ۱۸۰ وارې د اوربند خلاف ورزی کړې او د پاکستان په لس هاو پوځی ځواکونه او کلیوال ملکیان د هند د امنیتی ځواکونو د ډزو له امله مړه او ژوبل شوی دی.