د پاکستان مجلس وحدت مسلمین د فیصل رضا عابدی نیونه وغندله
Nov 06, 2016 11:56 Asia/Kabul
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی د دریو ترهګرو د قتل په تور د سینیټ د پخوانی غړی نیونه وغندله.
علامه راجا ناصر عباس جعفری د پاکستان له حکومته وغوښتل چې فیصل رضا عابدی زرترزره آزاد کړی.
دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی د اسلام آباد حکومت د ترهګرو د حملو په مخنیوی او د هغوی په نیولو کښې په ناتوانۍ تورن کړ او ویې ویل: د پاکستان امنیتی ځواکونو فیصل رضا عابدی د شیعیانو د حقوقو او د مظلومانو د دفاع په وجه نیولی دی.
د پاکستان پخوانی سینیټر فیصل رضاعابدی وړمه ورځ د سپاه صحابه ترهګرې ډلې د مشرانو په غوښتنه په کراچۍ کښې ونیوی شو.