پاکستانی پولیسو په کراچۍ کښې یو بل شیعه عالم ونیوه
Nov 06, 2016 12:51 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو د سند صوبې په مرکز کښې یو بل شیعه عالم ونیوه.
د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د جُمعې امام او مشهور شیعه عالم مولانا مرزا یوسف حسین بیګا د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو په لاس ونیوی شو.
د پاکستان مجلس وحدت مسلمین، جعفریه ائتلاف، شیعه کانفرنس او د شیعه عالمانو شورا په دغه هیواد کښې د شیعیانو د نیونې د غندلو په ترڅ کښې له جیلونو د هغوی د آزادۍ غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که په پاکستان کښې د عالمانو او مذهبی شخصیتونو په شمول د شیعیانو نیونه دوام وکړی نو په ټول هیواد کښې به مظاهرې ترسره کړی.
د پاکستان حکومت د دغو شیعه شخصیتونو د بانکی حسابونو په بندولو سره د هغوی د تابعیت یا نیشنلټۍ د سلبولو په لټه کښې دی.