دکراچۍ اوسیدونکو دحکومت دځپونکو اقداماتو په خلاف مظاهرې وکړې
زمونږخبریال راپورراکړ راپور راکړ دپاکستان دکراچۍ په زرګونو اوسیدونکو دپاکستان دځینو مذهبی شخصیتونو پشمول دشیعیانو په نیونې کې دنواز شریف دحکومت او رینجرز داقداماتو په محکوم کولو سره د دغه هیواد له بندونو دټولو بې ګناه شیعیانو دخوشی کیدا غوښتنه وکړه .
له دې مخکې هم په کراچۍ ،پنډۍ ،فیصل آباد لاهور پشمول په لسګونو ښارونو کې دحکومت ضد مظاهرو په جوړولو سره په لسګونو زره خلکو دپاکستان له مرکزی حکومته غوښتی څو له دې مخکې چې حالات ئې له کنټروله ووځی بې ګناه نیول شوی درست شیعیان دې خوشی کړی .
دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ دعمومی منشی مرستیال ناصر شیرزای هم پرون په لاهور کې په خبری کنفرانس کې خبرداری ورکړی که حکومت دشیعیانو نیولو ته دوام ورکړی ، نو نو په درست هیواد کې به دحکومت په ضد سترې مظاهرې ترسره کړی .
په همداوروستیو څو ورځو کې دمولانا میرزا یوسف حسین او سیاسی شخصیت فیصل رضا عابدی پشمول په لسګوننو شیعه شخصیتونه اوعام خلک امنیتی ځواک نیولی دی او له دې سره په یووخت په کراچۍ کې په ټارګټ کلینګ کې هماغه راز دبې ګناه شیعیانو وینه هم تویږی .
دځینو اهل تشیع شخصیتونو په نیولو کې دپاکستان دمرکزی حکومت اقداماتو د دغه هیواد دشیعیانو اندیښنې اوکرکه زیاته کړې ده او که دغه نیونې او چټی تورونه پای ته ونه رسیږی نو ممکنه ده د دغه هیواد امنیتی حالات یو ځل بیا تر خطرناک حده ترینګلی شی .