په اسلام اباد کې د سعودی عربستان سفارت وتړل شی
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان د سنی اتحاد کونسل مشر صاحبزاده حامد رضا په لاهور کې په خبری ناستې کې په اسلام اباد کې دسعودی عربستان دسفارت هلوځلو ته په خبرداری ورکولو سره په پاکستان کې دشیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځ داختلافاتوپه رامینځةکولو او په فرقه پالو اقداماتو کې دسعودی عربستان دسفارت دلاسوهنو خبر ورکړ ی او د دغه سفارت دتړل کیدو غوښتنه ئې کړې ده .
دپاکستان دسنی اتحاد شورا مشر همداراز په پاکستان کې دسعودی عربستان سفارت او کونسلګرۍ له ترهه ګرو په مالی اوپوځی ملاتړونو او دخلکو په وژلو تورن کړ .
صاحبزاده حامد رضا وویل ، په پاکستان کې دشیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځ هیڅ ډول مشکل او ستونزه نشته ،خو په پاکستان کې تکفیریان نیّت لری په شیعه اوسنی مسلمانانو کې په اختلاف اچولو اودرز رامینځةکولو سره د دغه هیواد امنیت تباه کړی . دپاکستان داهل سنتو دغه ستر دینی عالم همداراز د نواز شریف پر حکومت غږ وکړ زرترزره دې دتکفتیری ترهه ګرو ډلو دپټنځایونو اومرکزونو په ضد جدی عملیات وکړی .
پاکستان ولس په ځلونو دآل سعود کورنۍ په ضد په مظاهرو سره دیمن ،سورئې ،بحرین او عراق پشمول دځینو هیوادونو دمظلوموخلکو په وژلو کې دسعودی عربستان دپراختیا غواړو تیریګرو سیاستونو څخه خپله کرکه اونفرت اعلان کړی او دنواز شریف له حکومته ئې غوښتی دی چې له دغه عربی هیواد سره دې پخپل سیاست کې بیا کتنه وکړی .