د پاکستان شیعه سنی عالمانو د سېند له وزیراعلی سره کتنه وکړه
په کراچۍ ښار کښې د شیعه ؤ له ورستۍ نیونې څخه د پاکستان د خلقو له اندېښنې وروسته ځینو شیعه او سنی عالمانو د سېند صوبې له وزیراعلی سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې په دغه کتنه کښې چې پرون په کراچۍ کښې وشوه د جعفری الائېنس د مشر علامه عباس کمېلی، د مجلس وحدت مسلمین د یو مشر ناصر شیرازی او د سېند صوبې د شیعه علماء کونسل د مشر علامه ناظر عباس تقوی په شمول یو شمېر شیعه او سنی علماو په کراچۍ کښې د بې ګناه خلقو وژله او د شیعه ؤ نیول وغندل.
شیعه سنی علماو همدارنګ د سېند صوبې له وزیراعلی سید مراد علیشاه وغوښتل چې بې ګناه کسان دې ازاد کړی او ترهه ګر چې په ناامنۍ او د بې ګناه خلقو په قتل عام کښې کردار لری ونیسی.
په دغه کتنه کښې د سېند وزیراعلی د دویشتو شیعه ؤ چې په دې وروستیو کښې په کراچۍ ښار کښې نیول شوی وو د ازادولو حکم جاری کړ. هغۀ همدارنګ وویل، د اسلام آباد حکومت چمتو دے چې د پاکستان د قومی اسمبلۍ پخوانے غړے فېصل رضا عابدی او د کراچۍ د جمعې د نمانځه امام علامه مېرزا یوسف حسېن په ضمانت ازاد کړی.
د پاکستان شیعه علماو او مذهبی شخصیتونو په دې وروستیو کښې د شیعه بندیانو د ازادولو غوښتنه کړې وه او ګواښ یې کړےؤ چې که هغوی ازاد نه شی نو په ټول هېواد کښې به احتجاجی مظاهرې شروع کړی.