د پاکستان شیعه سنی عالمانو د سېند له وزیراعلی سره کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i31240-د_پاکستان_شیعه_سنی_عالمانو_د_سېند_له_وزیراعلی_سره_کتنه_وکړه
په کراچۍ ښار کښې د شیعه ؤ له ورستۍ نیونې څخه د پاکستان د خلقو له اندېښنې وروسته ځینو شیعه او سنی عالمانو د سېند صوبې له وزیراعلی سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2016 11:18 Asia/Kabul
  • د پاکستان شیعه سنی عالمانو د سېند له وزیراعلی سره کتنه وکړه

په کراچۍ ښار کښې د شیعه ؤ له ورستۍ نیونې څخه د پاکستان د خلقو له اندېښنې وروسته ځینو شیعه او سنی عالمانو د سېند صوبې له وزیراعلی سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د سحر چېنل د رپوټ له مخې په دغه کتنه کښې چې پرون په کراچۍ کښې وشوه د جعفری الائېنس د مشر علامه عباس کمېلی، د مجلس وحدت مسلمین  د یو مشر ناصر شیرازی او د سېند صوبې د شیعه علماء کونسل د مشر علامه ناظر عباس تقوی په شمول یو شمېر شیعه او سنی علماو په کراچۍ  کښې د بې ګناه خلقو وژله او د شیعه ؤ نیول وغندل.

شیعه سنی علماو همدارنګ د سېند صوبې له وزیراعلی سید مراد علیشاه وغوښتل چې بې ګناه کسان دې ازاد کړی او ترهه ګر چې په ناامنۍ او د بې ګناه خلقو په قتل عام کښې کردار لری ونیسی.

په دغه کتنه کښې د سېند وزیراعلی د دویشتو شیعه ؤ چې په دې وروستیو کښې په  کراچۍ ښار کښې نیول شوی وو د ازادولو حکم جاری کړ. هغۀ همدارنګ وویل، د اسلام آباد حکومت چمتو دے چې د پاکستان د قومی اسمبلۍ پخوانے غړے فېصل رضا عابدی او د کراچۍ د جمعې د نمانځه امام  علامه مېرزا یوسف حسېن په ضمانت ازاد کړی.

د پاکستان شیعه علماو او مذهبی شخصیتونو په دې وروستیو کښې د شیعه بندیانو د ازادولو غوښتنه کړې وه او ګواښ یې کړےؤ چې که هغوی ازاد نه شی نو په ټول هېواد کښې به احتجاجی مظاهرې شروع کړی.