پاکستان یوځل بیا د هندوستان شاذدافیر وروباله
Nov 08, 2016 16:04 Asia/Kabul
د هندوستان شاذدافیر په تیره یوه اونۍ کښې په دریم ځل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته وروغوښتل شو.
له اسلام آباده زمونږ د خبریال د خبر له مخې د پاکستان د خارجه وزارت د سویلی آسیا د برخې مسئول محمد فیصل په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفارت د شاذدافیر جی پی سنګ په وربللو سره د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هند لخوا د اوربند د بیا خلاف ورزۍ په هکله خپل اعتراض ورواوروه.
په دغه سیمه کښې په بیګانیو ډزو کښې د یوې ښځې په شمول درې تنه وژل شوی او څلور نور زخمی شوی دی.