القاعدې په پاکستان کښې مهم مذهبی کسان وژلی دی
د ځینو مذهبی مشرانو د وژلو پلاننګ په پاکستان کښې د القاعدې یو هدف دی او په دې وروستیو کښې د دغې ډلې یو نیول شوی غړی په افغانستان کښې په روزنې او په کراچۍ کښې په عملیاتو اعتراف کړی دی.
تسنیم خبری آژانس لیکلی دی چې د پاکستان پولیسو د دغه هیواد په ترټولو ستر ښار کراچۍ کښې د القاعدې ترهګرې ډلې یوشمیر کسان نیولی دی.
په خراسانی مشهور د القاعدې نیول شوی ترهګر سعید ا... د پاکستان امنیتی ځواکونو ته ویلی دی چې د القاعدې د ځینو نورو غړو په ملتیا په افغانستان کښې د ټرور او وژلې د روزنې د څلور کلن پړاو له تیرولو وروسته په پاکستان کښې د ترهګرو عملیاتو د پیلولو لپاره دغه هیواد ته لیږدول شوی دی.
د القاعدې دغه کس د بشری حقوقو د فعال او په پاکستان کښې په افراط پالنې باندې د معترض کس خرم ذکی په قتل کښې په لاس لرلو داده شوی دی.
خراسانی ویلی چې د دوو مشهورو قوالانو او نوحه ویونکو امجد صابری او فرحان علی وارث د وژلو پلاننګ یې هم کړی و.
د پاکستان امنیتی ځواکونو ویلی دی چې د دغې ډلې غړو د څو مهمو شیعه شخصتونو د وژلو کار هم په ایجنډا کښې درلود.