په بلوچستان کښې دوه پاکستانی پولیس ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i31402-په_بلوچستان_کښې_دوه_پاکستانی_پولیس_ووژل_شول
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې بیا هم دوه پولیسان په ډزو ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2016 11:47 Asia/Kabul
  • په بلوچستان کښې دوه پاکستانی پولیس ووژل شول

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې بیا هم دوه پولیسان په ډزو ووژل شول.

دپاکستان د بلوچستان صوبې په ډیره مراد جمالی ښار کښې په پولیسو باندې د وسله والو په  ډزو کښې دوه پولیس ووژل شول.

د دغو پاکستانی پولیسو د وژلې پړه لا چا نه ده منلې.

د پاکستان امنیتی ځواکونه زیاتره وختونه د بلوچ بیلتون غواړو ډلو او د لشکر جهنګوی ترهګرې او غیرقانونی ډلې له بریدنو سره مخامخیږی.