په بلوچستان کښې دوه پاکستانی پولیس ووژل شول
Nov 09, 2016 11:47 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې بیا هم دوه پولیسان په ډزو ووژل شول.
دپاکستان د بلوچستان صوبې په ډیره مراد جمالی ښار کښې په پولیسو باندې د وسله والو په ډزو کښې دوه پولیس ووژل شول.
د دغو پاکستانی پولیسو د وژلې پړه لا چا نه ده منلې.
د پاکستان امنیتی ځواکونه زیاتره وختونه د بلوچ بیلتون غواړو ډلو او د لشکر جهنګوی ترهګرې او غیرقانونی ډلې له بریدنو سره مخامخیږی.