په پاکستان کښې نن د علامه اقبال ورځ نمانځله کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i31414-په_پاکستان_کښې_نن_د_علامه_اقبال_ورځ_نمانځله_کیږی
په پاکستان کښې نن د مختلفو مراسمو په ترسره کیدو سره د دغه هیواد د ستر فارسی او اردو ژبی شاعر او فلاسفر علامه محمد اقبال لاهوری د زوکړې ۱۳۹ کلیزه نمانځله کیږی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2016 12:11 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې نن د علامه اقبال ورځ نمانځله کیږی

په پاکستان کښې نن د مختلفو مراسمو په ترسره کیدو سره د دغه هیواد د ستر فارسی او اردو ژبی شاعر او فلاسفر علامه محمد اقبال لاهوری د زوکړې ۱۳۹ کلیزه نمانځله کیږی.

د ایرنا د خبر له مخې علامه اقبال وړومبنی کس و چې د برصغیر د مسلمانانو لپاره یې د یو خپلواک هیواد د جوړیدو آئیډیا مطرح کړه چې بلآخره د پاکستان د جوړیدو سبب شوه.

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د علامه اقبال د سترتوب او لوړ مقام په صفت کښې دغه ستر شاعر (د ختیځ لوړ ستوری) بللی دی.

د پاکستان خلک علامه اقبال د دغه هیواد ملی شاعر بولی او په (شاعرِ مشرق) مشهور دی.

دغه مشهور شاعر د ۱۸۷۷ میلادی کال د نومبر په نهمه نیټه زیږیدلی او په ۶۱ کلنۍ کښې د ۱۹۳۸ کال د اپریل په ۲۱ نیټه وفات شوی دی. د هغه مزار په لاهور ښار کښې دی.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر ممنون حسین د علامه اقبال د زوکړې د درنښت په مناسبت په جلاجلا پیغامونو کښې د پاکستان په جوړیدو او پرمختګ کښې د هغه انقلابی ارمانونو او موثرو آئیډیاو ته په اشارې سره د دغه هیواد له خلکو وغوښتل چې د علامه اقبال له افکارو په ګټه پورته کولو سره د ستونزو په هواری او د پاکستان په جوړولو کښې یوموټی شی.