ډونالډ ټرمپ به له جارج بشه هم زیات دپاکستان لپاره خطرناک دی
پاکستان ډیلی انګریزی ژبې ورځپاڼې لیکلی دی ، دامریکا دولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډنالډ ټرمپ دکامیابۍ خبر دپاکستان لپاره یو بد خبر دی ځکه جمهوری غواړی پر اسلام اباد د دوه دباؤنو پلویان دی
فارس خبری آژانس راپورورکړی په پاکستان کې زیاتره کارپیژاندی اوشناندی په دې اند دی چې دپاکستان او مسلمانانو په په باب د ډونالډ ټرمپ افراطی نظریات له هیچا پټ نه دی ، نو ځکه هغه دپاکستان لپاره له جارج بشه هم لازیات خطرناک دی اودینا به د یوه نوی جنګ په لور وکاږی
دامریکا جمهوری غواړی په پاکستان کې د ډیموکراسۍ له ټینګیدو سره څه خاص دلچسپی نه لری او له پوځیانو سره کار کولو ته ترجیح ورکوی
داپه داسې حال کې دی چې دامریکا جمهوری غواړو په تیرو وختونو کې هم له جنرال ضیا الحق اوجنرال پرویز مشرفه بشپړ ملاتړ کړی او دهغوی په وخت کې له پوځی دیکتاتورانو سره دامریکا اړیکې په اوج کې وې . جمهوری غواړی ګوند په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړ او په دې زمینې کې ئې له هنده هم ملاتړ ترلاسه کړی ،نو اوس یو ځل بیا داسې ښکاری دجمهوری غواړو بیا واک ته په رسیدا سره پاکستان یو ځل بیا له ځینوترینګلتیاؤ سره لاس اوګریوان وی په همدې خاطر ډیری شناندی اوکارپوهان وائی چې پاکستان باید دامریکا پوځی اومالی مرستو ته هیله منې سترګې ونغړوی او باید پخپل قدرت او توانمنیو بسنه وکړی .