په کراچۍ کې درې تکفیری ترهه ګر هلاک شوی دی
زمونږ خبریال راپورراکړ دپاکستان امنیتی ځواک په کراچۍ بندری ښار کې په منګوپیر سیمې کې په یولړ پاکونکو عملیاتو کې درې تکفیری ترهه ګر هلاک کړی او دهغوی له پټنځایونو ئې یو شمیر وسلې اومهم تجهیزات اوچاودیدونکی توکی هم کشف او ضبط کړی دی .
ویل کیږی چې دغه هلاک شوی ترهه ګر دجنګوی لښکر جنایتکار وو .
دپاکستان امنیتی ځواک له دغو عملیاتو وروسته دمنګو پیر سیمې په کلابندولو سره په دغې سیمې کې ل ترهه ګرو سره دمبارزې لپاره پلټونکی پیل کړی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان حکومت او امنیتی ځواک په ځینو یو اړخیزو عملیاتو کې پر عامو خلکو هم ژوند تریخ کړی چې یو لړ غبرګونونه ئې هم راپارولی دی اود دغه هیواد د اهل تشیع مذهبی مشرانو ګواښ کړی چې که دپاکستان دحکومت اوامنیتی ځواک له خوا دبې ګناه خلکوپه ضد یو اړخیز اقدامات پای ته ونه رسیږی او دزرګونو بې ګناه عامو خلکو ،پوځیانو ، ډاکټرانو،استاذانو او انجنیرانو په وینو دککړو کسانو خلاف جدی اقدامات ونه شی نو په درست پاکستان کې به اعتراضیه مظاهرې وکړی .