پاکستان دوه نور هندی سفارتکاران وویستل
Nov 10, 2016 16:42 Asia/Kabul
د پاکستان په خاوره کښې په جاسوسۍ تورن دوه هندی ډیپلماټان نن له دغه هیواده ووتل.
پاکستانی رسنیو لیکلی چې په پاکستان کښې د هندوستان دغه دوه سفارتکاران د اسلام آباد د هوائی ډګر له لارې خپل هیواد ته ولیږل شول.
خبر زیاتوی چې د جاسوسۍ په تور درې نور هندی ډیپلماټان هم وړمه ورځ له پاکستانه ویستل شوی وو.
د ویلو ده چې له دې مخکښې هندوستان هم په نوی ډیلی کښې د پاکستان یوشمیر سفارتکاران په جاسوسی تورن کړی او د نامطلوبو عناصرو په توګه یې یاد کړی وو.