نړیواله ټولنه دې د کشمیر د مسئلې په هواری کښې مرسته وکړی
Nov 10, 2016 16:43 Asia/Kabul
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په وړاندې د نړیوالې ټولنې د پریکنده اقدام غوښتنه وکړه.
زمونږ خبریال خبر راکړی چې نفیس ذکریا نن د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د خلکو خلاف د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو د بریدونو د دوام په غندلو سره ټینګار وکړ چې د کشمیر مسئله دې د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو په چوکاټ کښې هواره شی.
په دغه سیمه کښې حالات له تیرو کابو دریو میاشتو نه سخت کړکیچن دی او په ټوله سیمه کښې مظاهرې او کاربندیزونه روان دی.
په دې لړ کښې په مظاهره چیانو باندې د هندی ځواکونو د بریدونو او ډزو له امله تراوسه ۱۱۰ کشمیریان وژل شوی، ۱۵ زره زخمی شوی او ۹ زره هم نیول شوی دی.