هند غواړی د اباسین په سر له موافقې شاته شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i31675-هند_غواړی_د_اباسین_په_سر_له_موافقې_شاته_شی
د  اباسین  دریاب  د اوبو د اشتراک په هکله د هند  او پاکستان اختلاف  له نوی ډیلی د اسلام اباد په شکایت سره نړیوالې محکمې ته یوړل  شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2016 17:19 Asia/Kabul
  • هند غواړی د اباسین په سر له موافقې شاته شی

د  اباسین  دریاب  د اوبو د اشتراک په هکله د هند  او پاکستان اختلاف  له نوی ډیلی د اسلام اباد په شکایت سره نړیوالې محکمې ته یوړل  شو.

 

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې له تیرو څو میاشتو را هسې چې د پاکستان او هند تر مینځ  تاوتریخوالی بې مخینې زیات شوی  د هند مقاماتو ګواښ کړی چې د  اباسین  په سرچینې کې به یو لړ بدلونونه راولی.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودی وروسته له هغې چې پاکستان د وسله والو کسانو په ملاتړ تورن کړ له خپلې کابینې سره په یوه غونډه کې  د اباسین یا دریای سند د معاهدې په مفادو کې  د یو لړ بدلونونو د احتمال خبرورکړ.

پاکستان د هند دغه اقدام  له دغه هیواد سره د جنګ په معنا وباله او په دې اړه یې نړیوال بانک ته شکایت وکړ. نړیوال بانک چې د دواړو هیوادونو ترمینځ یې  د سند معاهدې په لاسلیکولو کې  اصلی رول لوبولی د نړیوالې فیصلې  محکمې د جوړلو لپاره د پاکستان د غوښتنې ملاتړ کړی دی.

اباسین د تبت له غرونو سرچینه اخلی او هند تر کنټرول لاندې کشمیر او پاکستان له ګلګت او بلتستان او بیا د پاکستان له مینځه په تیریدو سره  کراچۍ ته نزدې  په سمندر کې  غورځیږی.