هند غواړی د اباسین په سر له موافقې شاته شی
د اباسین دریاب د اوبو د اشتراک په هکله د هند او پاکستان اختلاف له نوی ډیلی د اسلام اباد په شکایت سره نړیوالې محکمې ته یوړل شو.
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې له تیرو څو میاشتو را هسې چې د پاکستان او هند تر مینځ تاوتریخوالی بې مخینې زیات شوی د هند مقاماتو ګواښ کړی چې د اباسین په سرچینې کې به یو لړ بدلونونه راولی.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودی وروسته له هغې چې پاکستان د وسله والو کسانو په ملاتړ تورن کړ له خپلې کابینې سره په یوه غونډه کې د اباسین یا دریای سند د معاهدې په مفادو کې د یو لړ بدلونونو د احتمال خبرورکړ.
پاکستان د هند دغه اقدام له دغه هیواد سره د جنګ په معنا وباله او په دې اړه یې نړیوال بانک ته شکایت وکړ. نړیوال بانک چې د دواړو هیوادونو ترمینځ یې د سند معاهدې په لاسلیکولو کې اصلی رول لوبولی د نړیوالې فیصلې محکمې د جوړلو لپاره د پاکستان د غوښتنې ملاتړ کړی دی.
اباسین د تبت له غرونو سرچینه اخلی او هند تر کنټرول لاندې کشمیر او پاکستان له ګلګت او بلتستان او بیا د پاکستان له مینځه په تیریدو سره کراچۍ ته نزدې په سمندر کې غورځیږی.