تجارتی مبادلات د ایران او پاکستان ترټولو مهم هدف دے
Nov 12, 2016 10:19 Asia/Kabul
په ایران کښې د پاکستان سفیر وویل، د تجارتی مبادلاتو په چلند کښې چټکتیا د ایران او پاکستان دواړو هېوادونو ترټولو مهم هدف او مقصد دے.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې په ایران کښې د پاکستان سفیر آصف علیخان درانی بېګا د ایران زاهدان ښار ته په رسېدو سیستان او بلوچستان صوبې ته د خپل سفر مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو پراختیا وبلله.
هغۀ د دې په بیانولو سره چې د پاکستان او ایران ترمېنځ ښۀ تعلقات ټینګ دی څرګنده کړه، د چابهار او ګوادر بندرونه پکار دی له مخکې نه زیاته پراختیا ومومی.
درانی زیاته کړه، هغه لارې چارې چې د پاکستان او ایران تجارتی تعلقات پراخولې شی پکار دی وپېژندلې شی او د هغو د لا ودې لپاره کوشش وشی.
---------