تجارتی مبادلات د ایران او پاکستان ترټولو مهم هدف دے
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i31741-تجارتی_مبادلات_د_ایران_او_پاکستان_ترټولو_مهم_هدف_دے
په ایران کښې د پاکستان سفیر وویل، د تجارتی مبادلاتو په چلند کښې چټکتیا د ایران او پاکستان دواړو هېوادونو ترټولو مهم هدف او مقصد دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2016 10:19 Asia/Kabul
  • تجارتی مبادلات د ایران او پاکستان ترټولو مهم هدف دے

په ایران کښې د پاکستان سفیر وویل، د تجارتی مبادلاتو په چلند کښې چټکتیا د ایران او پاکستان دواړو هېوادونو ترټولو مهم هدف او مقصد دے.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې په ایران کښې د پاکستان سفیر آصف علیخان درانی  بېګا د ایران زاهدان ښار ته په رسېدو سیستان او بلوچستان صوبې ته د خپل سفر مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو پراختیا وبلله.

هغۀ د دې په بیانولو سره چې د پاکستان او ایران ترمېنځ ښۀ تعلقات ټینګ دی څرګنده کړه، د چابهار او ګوادر بندرونه پکار دی له مخکې نه زیاته پراختیا ومومی.

درانی زیاته کړه، هغه لارې چارې چې د پاکستان او ایران تجارتی تعلقات پراخولې شی پکار دی وپېژندلې شی او د هغو د لا ودې  لپاره کوشش وشی.

---------