د هند او پاکستان په اړیکو کی د تاوتریخوالی زیاتیدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i31798-د_هند_او_پاکستان_په_اړیکو_کی_د_تاوتریخوالی_زیاتیدل
د هند او پاکستان په اړیکو کی د کړکیچ او لانجې په زیاتیدو سره، دغه هیواد اته تنه هندی ډیپلماټان، د جاجوسۍ په تور وایستل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2016 14:21 Asia/Kabul
  •   د هند او پاکستان په اړیکو کی  د تاوتریخوالی  زیاتیدل

د هند او پاکستان په اړیکو کی د کړکیچ او لانجې په زیاتیدو سره، دغه هیواد اته تنه هندی ډیپلماټان، د جاجوسۍ په تور وایستل.

دغه ډیپلماټان هغه وخت وایستل شول، چی د اسلام آباد دولت اعلان وکړ؛ چی په پاکستان کی یی د هندی جاسوسانو یوه شبکه موندلې ده. د پاکستان د خارجه وزارت د ویاند له قوله، هندی ایستل شویو ډیپلماټانو، د «راء» په نامه د هند د استخباراتو له سازمان سره اړیکې در لودلې، او د دغه سازمان لپاره یی جاسوسې کوله. د پاکستانی مقامونو له قوله، هندی ډیپلماټان د پاکستان په خاوره کی د ورانکارۍ په لټه کی ؤو، چی وپیژندل شول او له دغه هیواد څخه د هغوی د ایستلو حکم ورکړ شو.

له پاکستان څخه د هندی ډیپلماټانو، او په مقابل کی له هند څخه د څو تنو پاکستانی ډیپلماټانو ایستل، د نوی ډیلی او اسلام آباد په اړیکو کی د لانجې د زیاتیدو ښودونکی دی. که څه هم، د دؤو هیوادونو اړیکې، پدی وروستیو کی د هند ترکنټرول لاندی کشمیر کی د کړکیچ د نوی دور تر اغیزې لاندی، خړ پړې شوې، مګر د ډیپلماټانو په ایستلو سره، د نوی ډیلی او اسلام آیاد په اړیکو کی لانجې، نوی اړخونه موندلی دی، چی د پاکستان د بلوچستان صوبې له بدلونونو سره اړیکې لری.

پاکستان د هند استخباراتی سازمان«راء» پدی تورنوی، چی په بلوچستان صوبه کی له بیلتون غواړو څخه د مختلفو ملاتړونو له لارې، پدغه صوبه کی خپلواکۍ غوښتنې ته لمن وهی. په تیره بیا دا چی ویل کیږی؛ د هند دولت د پاکستان د بلوچستان صوبې د آزاد پوځ د وسله والې ډلې مشر ته، چی له دغه هیواد څخه په بهر کی دئ؛ هند ته د سفر کولو بلنه ور کړې ده.

سربیره پر دې، پاکستان په کلکه پخپلو قبایلی سیمو، او له افغانستان سره په ګډه پوله کی، د هند د استخباراتو د سازمان له فعالیتونو څخه په کلکه اندیښمن دئ. د پاکستان دولت د«راء» سازمان، د افغانستان په قبایلی سیمو کی له تحریک طالبان او د هغه له سرغنی، ملا فضل الله څخه  په ملاتړ کولو باندی تورنوی.

په وروستیو کلونو کی، هند او افغانستان، د پاکستان دولت؛ د خپلو مخالفو وسله والو ډلو څخه په ملاتړ کولو باندی تورن کړئ دئ، او باوری دی، چی د اسلام آباد دولت له کشمیری ډلو، او همداراز له طالبانو څخه په ملاتړ سره، نیابتی جګړه رامنځته کړې ده. په مقابل کی د پاکستان دولت هم، په هند باندی تور لګوی؛ چی په بلوچستان صوبه کی له بیلتون غواړو ډلو، او همداراز په قبایلو سیمو کی له تحریک طالبان څخه په ملاتړ کولو سره، په پاکستان کی د ورانکارۍ او په پای کی د پاکستان د تجزیه کولو په لټه کی دئ. هغو نیوکو ته پام سره، چی د افغانستان دولت د طالبانو د مسئلې په اړه، په پاکستان باندی لری، د اسلام آباد دولت؛ د پاکستان له وسله والو مخالفو ډلو څخه په ملاتړکی، او د دغه هیواد په دننه کی ترهه ګرو حملو ته په لمن وهلو کی، د هند او افغانستان د استخباراتی سازمانونو د همکاریو په باره کی اندیښمن دئ. له همدی کبله له پاکستان څخه د هندی ډیپلماټانو ایستل، په یو ډول د پخوانیو اختلافاتو او لانجو د پایلو رابرسیره کیدل دی، چی پاکستان احساس کوی د هند له خوا، او پدی وروستیو کی له دغه هیواد سره د افغانستان د همکارۍ له لارې زغمی.

یو شمیر سیاسی شناندی باوری دی، چی که څه هم د پاکستان دولت، د بلوچستان صوبې په شمول، پخپلو نا آرامو سیموکی، د هند د استخباراتو د سازمان«راء» د عناصرو د شتون په هکله، د یو لړ اطلاعاتو په موندلو بریالئ شوئ، خو داسی بریښی چی د هندی جاسوسانو په نیولو کی، د پاکستان د امنیتی او استخباراتی ارګانونو ناتوانې، د دی سبب شوې ده، چی خپل دباؤونه هندی ډیپلماټانو ته واړوی.

په هر حال د هند او پاکستان اړیکې، په ۱۹۴۷ م کال کی د خپلواکۍ له وخت څخه، تل له لانجې سره مل پاتی شوی دی، او هغوی دوې ځلې د کشمیر پر سر، او یو ځلې هم د بنګلادش په سر باندی له یو او بل سره جګړه کړې ده. خو هیڅکه یی د ډیپلماټیکو اړیکو د غوڅولو، او د خپلو سفارتونو د بندولو په لور حرکت نه دئ کړئ.

له دې رویه؛ که څه هم هند او پاکستان د یو او بل د ډیپلماټانو ایستل، د لانجې د سختیدو په چوکاټ کی تعقیبوی، خو داسی نه بریښی چی دغه مسئله د دؤو هیوادونو د ډیپلماټیکو اړیکو د پری کیدو سبب شی. سره له دې حاله، دغه عملونه او عکس العملونه د مقابل لوری له سیاستونو څخه، د نوی ډیلی او اسلام آباد د اندیښنې او اعتراض بیانونکی دی، چی کولای شی د هغوی ترمنځ د اړیکو عادی کیدل، له پخوا څخه په زیاته اندازه وځنډوی.