د پاکستان په پیښور کښې درې تنه ووژل شول
Nov 12, 2016 16:24 Asia/Kabul
د پاکستان د خیبر پښتونخواه صوبې په مرکز پیښور ښار کښې درې کسان په ډزو وژل شوی دی.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې نامعلومو کسانو په پیښور کښې په یو ګاډی ډزې وکړې چې له امله یې په ګاډی کښې سپاره یو پلار او زوی او موټروان ووژل شول.
دغه ګاډی د پیښور لوئې محکمې (هائی کورټ) ته روان وو چې حمله پرې وشوه.
د دې حملې پړه لا چا نه ده منلې.