د پاکستان ؤلس مشر او لمړی وزیر د بلوچستان صوبې چاودنه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i31894-د_پاکستان_ؤلس_مشر_او_لمړی_وزیر_د_بلوچستان_صوبې_چاودنه_وغندله
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان لوړ پوړو مقامونو په بلوچستان کی د ترهه ګرو جنایت په غندلو سره، له تکفیریانو سره د مبارزې په دوام باندی ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2016 11:23 Asia/Kabul
  • د پاکستان ؤلس مشر او لمړی وزیر د بلوچستان صوبې چاودنه وغندله

زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان لوړ پوړو مقامونو په بلوچستان کی د ترهه ګرو جنایت په غندلو سره، له تکفیریانو سره د مبارزې په دوام باندی ټینګار وکړ.

د پاکستان ؤلس مشر، ممنون حسین، او لمړی وزیر، نواز شریف، د پاکستان له امنیتی ځواکونو وغوښتل، چی د یاد جنایت د عواملو د پیژندلو او سزا ورکولو لپاره، هڅه وکړی.

د پاکستان دغو دؤو مقامونو همداراز ټینګار وکړ: پوځ به د ټولو تکفیریانو او ترهه ګرو تر نابودولو، او د هغوی د پټن ځایونو تر بشپړ ویجاړولو پوری، خپلې مبارزې ته دوام ورکړی.

د پاکستان د بلوچستان صوبی په«حب» سیمه کی، د شاه نورانی په زیارت کی، د پرون مازدیګر په ترهه ګره چاودنه کی، لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوی، او نور ۱۰۰ تنه ټپیان شول.

داعش ترهه ګرې ډلې د دغې چاودنې مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ.