د انسانانو تړل او د سپو خلاص پرېښودل
زمونږ رېډیو ته د رارسېدلی رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی ثناء الله زهری له رسنیو سره په مرکه کښې وویل چې د بلوچستان د حب ښار په لسبېله سیمه کښې د شاه نورانی زیارتګاه وتړلې او اوقافو ته وسپارلې شوه.
مطلب دا شو چې دغه زیارتګاه چې خلق به ورته د د زیارت،له خداے سره د رازونیاز او عبادت لپاره تلل د هغوی مخې ته وتړلې شوه.دا د هم هغه متل په شان شوه چې وائی ((سپی یې خلاص پرېښودی او انسانان یې تړلی دی.))
په دغه زیارتګاه کښې د تېر خالی په ورځ ماښام د نمونځ په وخت یوه ځان وژونکې حمله وشوه چې په نتجه کښې یې له شپېتو نه زیات زیارت کوونکی مړۀ او له سلو نه زیات ژوبل شول او داعش چې هم هغه لشکرجهنګوی ډلګۍ ده د دغه جنایت ذمه واری په غاړه واخېسته. لشکر جهنګوی چې له داعش سره یې بیعت کړے دے په عامه توګه د داعش په نوم سره هم ځینې جنایتونه ترسره کوی او حکومت هم په ځاے د دې چې د جنایت اصلی عاملان وپېژنی، وې نیسی او سزا ورکړی د هغو مذهبی خلقو مخې ته چې یوازې د زیارت، دعا او د خداے پاک د عبادت لپاره هلته ځی د زیارتګاه ورونه تړی او که د تکفیری او ترهه ګرو فعالیتونو په اړه غفلت سستی او یا په لا ښۀ الفاظو سره سترګې پټول دغه شان دوام ولری نو سبا ممکنه ده حکومت جوماتونه او امام باړې هم اوقافو ته وسپاری او د خلقو مخې ته یې دروازې وتړی او ووائی چې خلق دې په خپلو کورونو کښې نمونځونه او نور مذهبی مراسم ترسره کوی، ځکه چې ترهه ګرو ډلو اکثر جوماتونه او امامباړې د خپلوحملو هدف ګرځولی دی او د نمانځه په وخت یې نمونځ ګزاری په خاورو او وینو کښې لوغړولی دی، که څه تکفیری ترهه ګر اوس په کورونو کښې هم په مذهبی مراسمو باندې حملې کوی او په دا ډول د اسلام د دښمنانو اصلی مقصد چې د پاکستان د نامتو سنی دینی عالم علامه قاری عبدالرحمن نورزی د وېنا له مخې چې زمونږ له رېډیو سره یې مرکه کوله د دینی او مذهبی ارزښتونو ختمول او له جوماتونو او مذهبی او عقیدتی مرکزونو څخه د مسلمانانو لرې ساتل دی پوره کوی.
په دغه هېواد کښې د وهابی ګمراه تفکیری فرقې د فعالیتونو په اړه د پاکستان د حکومت او امنیتی ځواکونو غفلت او سترګې پټول دې حد ته رسېدلی دی چې په دغه هېواد کښې د دنیا چېنل په شمول ځینې خصوصی ټیلی ویژنی چېنلونه هم نور خپلې مجرمانه خاموشۍ ته دوام نه شی ورکولې او اوس یې غږ را اوچت شوے دے. لکه دنیا چېنل د امریکې نفوذ لرونکی سېنېټر کرېس مرفی هغه وېنا چې څو ورځې مخکې یې د امریکې د بهرنیو چارو د شورا په فکری مرکز کښې په پاکستان او نړۍ کښې د وهابیت د نفوذ په اړه وکړه په بشپړه توګه خپره کړه. مرفی په خپله وېنا کښې ویلی دی چې په پاکستان کښې څلوریشت زره مذهبی مدرسې موجودې دی چې پکې د زرګونو مدرسو مالی او فکری ملاتړ د سعودی لخوا کیږی.
د امریکې د دغه سېنېټر د وېنا له مخې هغه مذهبی مدرسې چې د سعودی تر نفوذ لاندې دی د وهابیت په ترویج او د یو بل نه زغملو د ذهنیت په جوړولو لګیا دی.
کرېس مرفی همدارنګ څرګنده کړه چې دغه مذهبی مدرسې د شیعه ؤ او لویدیځوالو په خلاف احساسات راپاروی. هغۀ همدارنګ اعتراف وکړ چې سعودی له نولس سوه یو شپېتم کال نه تر اوسه پورې په مختلفو هېوادونو په تېره بیا په پاکستان کښې د وهابیت په ترویج باندې سل میلیارډ ډالره لګولی دی.
البته باید وویل شی چې وهابیت یوازې اسلام، مسلمانان او په تېره بیا شیعه مسلمانان د خپلو کلتوری او ترهه ګرو حملو هدف ګرځولی دی او دا حقیقت د د وهابی ګمراهه فرقې بنیاد اېښودونکی یعنې امریکه او برطانیه په دې وجه ښه بولی چې باداران یې دی او د انسانیت او اسلام په خلاف پروګرامونه ورته همدغه باداران د ماموریت په توګه ورکوی. تر اوسه نه دی لیدل شوی چې وهابیانو داسې یو کار کړے وی چې د هغوی د اربابانو او بادارانو په زیان او د مسلمانانو په ګټه وی. د ستمبرد یولسمې پېښه هم چې پکې له وهابیانو څخه استفاده وشوه خپله د امریکې لخوا یوه منصوبه او سناریو وه چې په دې بهانې سره په مسلمانانو حملې وکړی او هغوی وځپی او اسلام بدنام کړی.
-----