هیڅ هیواد پاکستان نه شی ګوښه کولی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i32158-هیڅ_هیواد_پاکستان_نه_شی_ګوښه_کولی
په هندوستان کښې د پاکستان سفیر وویل: هیڅ هیواد نه شی کولی چې پاکستان ګوښه کړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2016 17:57 Asia/Kabul
  • هیڅ هیواد پاکستان نه شی ګوښه کولی

په هندوستان کښې د پاکستان سفیر وویل: هیڅ هیواد نه شی کولی چې پاکستان ګوښه کړی.

ایرنا خبری آژانس لیکلی په نوی ډیلی کښې د پاکستان سفیر عبدالباسط په دې خبرې سره چې هیڅ کوم هیواد د پآکستان د یوازې کولو او ګوښه کولو توان نه لری، وویل: اسلام آباد د خپلو ګټو د دفاع قدرت لری.

عبدالباسط نن د هندوستان د اترپرادیش صوبې په مرکز لکهنو ښار کښې پاکستان د ترهګرۍ قربانی وباله او څرګنده یې کړه چې د دغه هیواد خلک له هندی ضدو شعارونو نه اغیزمنیږی.

هغه د پاکستان او هندوستان ترمینځ د خبرواترو په دوام باندې په ټینګار سره وویل: د اسلام آباد او نوی ډیلی ترمینځ د اختلافاتو ختمیدل د کشمیر د مسئلې له هواری پرته ناشونی دی.

هغه د کشمیر په کنټرول لاین کښې د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو لخوا د اوربند د خلاف ورزۍ په هکله د هندوستان تور رد کړ او ویې ویل چې پاکستانی پوله ساتی، هندی پوځیان د اوربند د خلاف ورزۍ مسئول ګڼی.