د هند په پوله کی د پاکستان پوځی مانوره
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i32275-د_هند_په_پوله_کی_د_پاکستان_پوځی_مانوره
د پاکستان لمړی وزیر، محمد نواز شریف، او د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف، نن له هند سره په ګډه پوله کی د دغه هیواد د پوځی مانورې د ترسره کیدو په سیمه کی په حاضریدو سره، د پاکستان پوځ د هر څه زیات چمتووالی په اهمیت باندی ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2016 14:04 Asia/Kabul
  •   د هند په پوله کی د پاکستان  پوځی مانوره

د پاکستان لمړی وزیر، محمد نواز شریف، او د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف، نن له هند سره په ګډه پوله کی د دغه هیواد د پوځی مانورې د ترسره کیدو په سیمه کی په حاضریدو سره، د پاکستان پوځ د هر څه زیات چمتووالی په اهمیت باندی ټینګار وکړ.

پدغه دری ورځنۍ مانوره کی د پاکستان د جنګی الوتکو؛ ټانکونو او داسی نورو درنو پوځی تجهیزاتو ګډون، د دغه هیواد د دولت او پوځ لپاره د هغې د اهمیت ښودونکئ دئ. د هند او پاکستان په اړیکو زیاتیدونکې لانجې، او د هندی ځواکونو د ډزو له کبله؛ د کشمیر په کنټرول لاین کی د یو شمیر پاکستانی پوځیانو وژل کیدو ته په پام سره، له هند سره په ګډه پوله کی د پاکستان د پوځی مانورې ترسره کیدل، د نوی ډیلی په وړاندی د اسلام آباد د قدرت یو ډول ننداره ګنله کیږی. په تیرو دریو میاشتو کی چی، د هند تر کنټرول لاندی کشمیر کی، د دغه هیواد د دولت د سیاستونو په ضد د وګړنیو اعتراضونو نوئ دور پیل شوئ، د هند او پاکستان په اړیکو کی لانجې هم سختوالئ موندلئ دئ. دا ډول چی د کشمیر په بیلیدونکې کرښه کی، د اوربند د نقضیدو موارد هم زیات شوی دی، او هر دواړه هیوادونه په یو او بل باندی د اوربند د نقضولو، او د کشمیر کنټرول لاین ته په نږدیو کلیو باندی د حملې کولو تور لګوی.

که څه هم سیاسی څارونکی، دا احتمال چی د هند او پاکستان ترمنځ؛ تر دې حده د لانجې د کجې زیاتیدل؛ د دؤو هیوادونو د بشپړې جګړې سبب شیردوی؛ سره له دې حاله باید ووایو، چی په مختلفو کچو کی د پاکستان پوځ د مانورې ترسره کیدل، په عین حال کی چی د هند په وړاندی د قدرت ننداره ده، د پاکستان د دولت او پوځ لپاره داخلی اهمیت هم لری. په پاکستان کی د ترهه ګرو حملو زیاتیدلو، او د پاناما لیکس د افشا ګریو په اړه، د دغه هیواد په لمړی وزیر، محمد نواز شریف باندی د مخالفو ګوندونو له خوا د دباؤ اچول کیدو، چی د هغه اولادونه یی په مالی فساد تورن کړی دی، د نواز مسلم  لیګ واکمن ګوند له جدی بحران سره مخامخ کړئ دئ. مخالف ګوندونه، د نواز شریف دولت، د خلګو د امنیت په برابرولو، او د هند له ګواښونو سره په مقابله کی په ناتوانۍ باندی تورنوی، او د تحریک انصاف ګوند په  ځلونو له قدرت څخه د نواز شریف د لیری کیدو غوښتنه کړې ده. پدی حال کی د پاکستان پوځ؛ د دغه هیواد په خلګو کی مناسب اعتبار لری، او د پاکستان د څلورګونو صوبو د یو موټی توب یو ډیر مهم عامل هم، د پوځ قدرت او د هند له ګواښونو سره مقابله کول ګڼل کیږی. په قبایلو سیمو کی د ضرب عضب په عملیاتو کی، له ترهه ګرو سره په مقابله کی د پوځ بریالیتوب، د پاکستان په ټولنه کی د پوځ موقعیت پیاوړئ کړئ دئ. پدی اساس، د هند ګډو پولو ته د پاکستان د پوځی ځواکونو استول، ښیې چی د پاکستان د پوځ مشر، راحیل شریف، چی د تقاعدۍ په درشل کی دئ، هڅه کوی د هند په وړاندی د پوځ د قدرت په ښودلو سره، وښیې چی د پاکستان پوځ د دغه هیواد له پولو څخه د دفاع لپاره، له لازم چمتووالی څخه برخور دئ.

دا پداسی حال کی ده، چی د هند او پاکستان ګډ کړکیچ او ګواښونه، د یو او بل په وړاندی د هغوی پوځی قدرت نه دئ، بلکه ټروریزم او افراط پالنه ده؛ چی له دغو ستونځو سره مقابله کول، په زیاته اندازه د توغندویی سیسټم او ټانک په شان تجهیزاتو باندی د پوځ سمبالولو ته اړتیا نلری. بلکه؛ په اطلاعاتی او امنیتی برخو کی د هند او پاکستان رغونکې همکارې به، د آسیا په جنوب کی د ټروریزم د نابودۍ،او د پایدار امنیت د ټینګیدو سبب شی. له دې پرته ګډو پولو ته د هند او پاکستان لښکرکشې، یواځی د هغوی ترمنځ د بدبینۍ او د بی ګټو سیالیو د سختیدو سبب وګرځی، چی نتیجه یی د آسیا په جنوب کی د سړې سولې رامنځته کیدا، او د مسکینۍ پراختیا ده.