له تکفیریانوسره کلکه مبارزه دپاکستان دپوځ یوه مهمه دنده ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i32290-له_تکفیریانوسره_کلکه_مبارزه_دپاکستان_دپوځ_یوه_مهمه_دنده_ده
دسحر اردوچینل راپورورکړی ، دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف نن شمالی وزیرستان ته دتلو په وخت وویل ، په دغو سیمو کې د ضرب عضب پاکونکو عملیاتو دترهه ګرو ملا ماته کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2016 15:52 Asia/Kabul
  • له تکفیریانوسره  کلکه مبارزه دپاکستان دپوځ یوه مهمه دنده ده

دسحر اردوچینل راپورورکړی ، دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف نن شمالی وزیرستان ته دتلو په وخت وویل ، په دغو سیمو کې د ضرب عضب پاکونکو عملیاتو دترهه ګرو ملا ماته کړې ده .

  جنرال راحیل شریف  ټینګار کړی ،  دپاکستان پوځ   د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې  دتکفیریانو دپټنځایونو او مرکزونو په ضد  خپلو عملیاتو ته  دهغوی ترنابودۍ پورې  دوام ورکوی .  هغه  دغه راز زیاته کؤې  دترهه ګرو  په نابودولو سره  به  دپاکستان ولس  امنیت اوآرامښت احساس کړی .

 جنرال راحیل شریف  په داسې حال کې  دضرب عضب پرعملیاتو  رضامندی ښودلې چې  دپآکستان  ولس هماغه شان  دترهه ګرو عملیاتو او  دتکفیریانو له خوا دبې ګناه عامو خلکو   د وژلو  کتونکی دی . او داسې کومه ورځ نشته چې دپاکستان  مظلوم ولس د   تکفیری ترهه ګرو په لاس د  وژل شویو  خپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړی .