د ترکیې ولسمشر پاکستان ته لاړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دوه ورځنی سفر پاکستان ته رسیدلی دی.
د پاکستانی خبری سرچینو د خبر له مخې د پاکستان په نور خان ائیربیس کښې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف، د پنجاب صوبې د وزیراعلی شهباز شریف او د وزیراعظم د میرمنې او د هغه د لور مریم نواز او همداشان د کابینې د ځینو غړو لخوا د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تود هرکلی وشه.
له هغه وروسته اردوغان د خپلې میرمنې په ملتیا د پاکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړ او هلته یې د دغه هیواد له ولسمشر ممنون حسین سره وکتل. په دغه کتنه کښې دواړه مشران په دې سلا شول چې ملګری ملتونه دې په کشمیر کښې دروانو ظلمونو تحقیقات وکړی.
د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د ترهګرۍ د ختمولو لپاره په ګډو هلوځلو هم ټینګار وکړ.
د ترکیې ولسمشر به نن د پاکستان په پارلیمان کښې وینا وکړی او بیا به لاهور ته لاړ شی چې هلته به د لاهور ګریټر پارک پرانیسته وکړی او بیا به د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف لخوا په شاهی قلا کښې په شوې میلمستیا کښې ګډون کوی.