د ایران او پاکستان د ملګرتیاو په پراختیا تاکید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i32347-د_ایران_او_پاکستان_د_ملګرتیاو_په_پراختیا_تاکید
په ایران کښې د پاکستان سفیر په مختلفو زمینو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتیاو د پراختیا غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2016 11:55 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان د ملګرتیاو په پراختیا تاکید

په ایران کښې د پاکستان سفیر په مختلفو زمینو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتیاو د پراختیا غوښتنه وکړه.

د اېسنا خبری اژانس د رپوټ له مخې په ایران کښې د پاکستان سفیر آصف علی خان درانی چې د ایران چابهار ته یې سفر کړے دے وویل، د پاکستان اقتصادی پلاوے به له ایران څخه د برېښنا د وارداتو په اړه د سلامشورو لپاره په راتلونکې میاشت کښې تهران ته سفر وکړی.

هغۀ د دواړو هېوادونو ترمېنځ د برېښنا او انرجۍ د ګډو طرحو اجرا ته په اشارې سره پینځو میلیارډ ډالرو ته د تهران او اسلام آباد د مبادلاتو په زیاتېدو تاکید وکړ.

آصف علی خان درانی همدارنګ زیاته کړه، پاکستان له ایران سره اتلس کاله وړاندې په پاکستان کښې د چاڼ ځاے د جوړولو لپاره د موافقې د تعقیب په حال کښې دے.

په تهران کښې د پاکستان سفیر د چابهار او کراچۍ د سمندری نېغ په نېغه لائن شروع کولو په باره کښې هم وویل، پاکستان  د دغه سمندری لائن د شروع کولو لپاره د ایرانی خوا ځواب ته سترګې په لاړه دے.

---------