د پاکستان او چین ګډه سمندری مانوره پیل شوې ده
د چین او پاکستان ګډه څلور ورځنۍ سمندری مانوره له پرون څخه په عرب سمندر او هند سمندر په شمالی اوبو کښې پیل شوه.
د چین او پاکستان دغه ګډه څلورمه مانوره د چین د دریوکشتیو په شمول د سمندری ځواک د بیړۍ او د پاکستان د سمندری ځواک د یو شمیر کشتیو په ګډون سره د دواړو هیوادونو دسمندری ځواک د توانمنۍ او چمتووالی د لوړولو او همداشان د سیمې د امنیت او ټکاو د ښه کولو په موخه ترسره کیږی.
دچین او پاکستان د اقتصادی کوریډور د طرحې د امنیت تامینول او هم دګوادر بندر د امنیت ساتنه د دغې مانورې یو بل مهم هدف اعلان شوی دی.
د ویلو ده چې دپاکستاند سمندری ځواک دګزمې الوتکې او چورلکې په هم په دغو پوځی مشقونو کښې رول ولوبوی.
اسلام آباد او بیجنګ په سیاسی، اقتصادی، پوځی اودفاعی برخو کمښې له یوبل سره ملګرتیا لری او پاکستان د اوبتلونو د پیرلو لپاره له چین سره ګڼ تړونونه هم لاسلیک کړی دی.