دپاکستان حکومت ځینی ترهه ګرې ډلې بیا منع اعلان کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i32500-دپاکستان_حکومت_ځینی_ترهه_ګرې_ډلې_بیا_منع_اعلان_کړې
زمونږخبریال رآپورراکړ دپاکستان دترهه ګرۍ ضد ملی ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره دجنګوی لښکر العالمی څانګه او الاحرار تفکیری ډلې په دغه هیواد کې د وروستیو عامو وژلو او ترهه ګرو حملو په علت بیا ممنوع اعلان کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2016 11:06 Asia/Kabul
  • دپاکستان حکومت ځینی ترهه ګرې ډلې بیا منع اعلان  کړې

زمونږخبریال رآپورراکړ دپاکستان دترهه ګرۍ ضد ملی ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره دجنګوی لښکر العالمی څانګه او الاحرار تفکیری ډلې په دغه هیواد کې د وروستیو عامو وژلو او ترهه ګرو حملو په علت بیا ممنوع اعلان کړی دی .

    داپه داسې حال کې دی چې دا څوم ځل دی دپاکستان  حکومت  دغه ترهه ګرې ډلې

منع  اعلانوی .  ویل کیږی چې  په پاکستان کې دمنع شویو   ډلو شمیر ۶۳  ډلو او ګوندونو ته رسیدلی دی .

  الاحرار ترهه ګرې ډلګۍ  د ۲۰۱۴کال په اګست کې  دپاکستان له طالبانو ډلې  له جلاکیدو وورسته   په دغه هیواد کې خپل ترهه ګرفعالیتونه پیل کړل او  پر  امنیتی  ځواکونو اوعامو خلکو له یرغلونو سربیره ئې  دتیر اکتوبر  په اتمه نیټه  په کویټه کې  د وکیلانو په یوې غونډې  هم یرغل وکړ چې له امله ئې  دکابو اویاؤ وکیلانو په شمول څه دپاسه سل  باسواده  وکیلان اوخلک په وینو کې لیت پیت کړی وو .

 البته ځینی  شناندی او کارپوهان وآئی  چې  په پاکستان کې ترهه ګر یوه ډله  کسان  دی چې  په بیلابیلو نامو سره  ورانکار فعالیتونه ترسره کوی او  دا حکومتی او قضائی  اوپوځی ادارې دی چې  چپه خوله  دی او  ترهه ګر ئې آزادو فعالیتونو ته پریښودلی دی .