له ترهه ګرۍسره مبارزې دپاکستان لپاره ۱۱۷میلیارډ ډالری لګښتونه درلودلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i32539-له_ترهه_ګرۍسره_مبارزې_دپاکستان_لپاره_۱۱۷میلیارډ_ډالری_لګښتونه_درلودلی_دی
ایرناخبری اژانس راپور راکړ دپآکستان مرکزی بانک په همداوروستیو کې په یوه راپورکې ویلی دی له ۲۰۰۲ کاله تراوسه پورې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره دپاکستان اقداماتو د دغه هیواد لپاره په مستقیم اویا غیر مستقیم ډول څه دپاسه یوسل اتلس میلیارډ دالری لګښتونه درلودلی دی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 19, 2016 12:45 Asia/Kabul
  • له ترهه ګرۍسره مبارزې دپاکستان لپاره ۱۱۷میلیارډ ډالری لګښتونه درلودلی دی

ایرناخبری اژانس راپور راکړ دپآکستان مرکزی بانک په همداوروستیو کې په یوه راپورکې ویلی دی له ۲۰۰۲ کاله تراوسه پورې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره دپاکستان اقداماتو د دغه هیواد لپاره په مستقیم اویا غیر مستقیم ډول څه دپاسه یوسل اتلس میلیارډ دالری لګښتونه درلودلی دی

 راپورښئ  ترهه ګرۍ په پاکستان کې  اقتصاد ته دروند  ګوزار ورکړی  او  په دغه هیواد کې د پراختیا دبهیر په  اوڅاره توګه  دسستیدا لامل شوې  ده .

  پاکستان    په  افغانستان  دامریکا  له حملې ملاتړ  کړی ؤ  چې  اهمدغه ملاتړ دپاکستان  لمن هم راګیره کړه او  په پاکستان کې هم داسې  ورځ نشته  چې دهمدغې ترهه ګرۍ او  جنایتکارو ډلو په لاس  په  دبې څوکه  خلکو جنازې اوچتې نشی .

 راپور همداراز ښئ  امریکا مدعی وه چې  په افغانستان ئې  له حملې موخه  له ترهه ګرې اوافراط پالنې سره  مبارزه ده خو په تیرو  پنځلسو کلونو کې  په سیمې او افغانستان کې نه یوازې ترهه ګری او  افراط پالنه ختمه شوې نه ده  بلکې  لاخطرناک اړخونه ئې هم غوره کړی دی  او  ان تردې چې  د درستې سیمې بلکې دنړۍ  امنیت ئې   هم له جدی خطرو سره مخامخ کړی دی .

په پاکستان  کې ترهه ګری لامل شوې ده  څو  په دغه هیواد کې بهرنۍ پانګونې کمې شی . همداراز  په وروستیو کلونو کې  د دغه هیواد اقتصادی فعالیتونه او صادرات   هم  دترهه ګرۍ  له سختواغیزو  په وجه  تر ډیره حده کمې شوی دی