د پاکستان په مری کې دداعش یو کوماندان ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i32644-د_پاکستان_په_مری_کې_دداعش_یو_کوماندان_ووژل_شو
د پاکستان امنیتی ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې په پنجاب صوبه کې د داعش ترهه ګرې ډلې یو کوماندان وواژه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2016 02:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان په مری کې دداعش یو کوماندان ووژل شو

د پاکستان امنیتی ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې په پنجاب صوبه کې د داعش ترهه ګرې ډلې یو کوماندان وواژه .

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې د داعش ترهه ګرې ډلې یو کوماندان احسان سنی پرون  د پنجاب صوبې مری ښآر ته نزدې د پاکستان د امنیتی ځواکونو په ډزو ووژل شو.

 د دغه تکفیری ډلې یو غړی  په دغه حمله کې وتښتیده .

داعش د پاکستان په یو شمیر سیمو منجمله بلوچستان کې په مختلفو حملو او چاودنو کې لاس لرلی  او تر اوسه یې د دغه هیواد په سلګونو کسان مړه او ژوبل کړې دی.