پاکستان دوهمه پرمختللې بې پیلوټه الوتکه نندارې ته وړاندې کړه .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i32857-پاکستان_دوهمه_پرمختللې_بې_پیلوټه_الوتکه_نندارې_ته_وړاندې_کړه_.
ایرناخبری اژانس راپورورکړ دپاکستان دفاعی صنعت ادارې نن په یوې اعلامیې کې ویلی دی ، دپاکستان دغه پرمختللی ډرون الوتکه په اوږده الوت سره دتصویری اطلاعاتو او عکسونو دغونډولو په موخې سره دهوائی حملو لپاره استعمال کیدلی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2016 14:22 Asia/Kabul
  •  پاکستان دوهمه پرمختللې  بې پیلوټه الوتکه   نندارې ته وړاندې کړه .

ایرناخبری اژانس راپورورکړ دپاکستان دفاعی صنعت ادارې نن په یوې اعلامیې کې ویلی دی ، دپاکستان دغه پرمختللی ډرون الوتکه په اوږده الوت سره دتصویری اطلاعاتو او عکسونو دغونډولو په موخې سره دهوائی حملو لپاره استعمال کیدلی شی .

 دغه بې پیلوټه الوتکه  دپوځیانود وړلو وړتیاوې هم لری  او  تر یوسل پنځوس کلوګرامو پورې وسلې اوبمونه  هم له ځان سره وړلی شی .

  د ۲۰۱۶  آئیډیاؤ  په  عنوان سره  دپاکستان  ددفاعی صنائعو   نهم نړیوال نندارتون  نن  په کراچۍ بندر کې پیل  شوی اوتر څلورو ورځو پورې به دوام وکړی .

 دایران داسلامی جمهوریت  پشمول د ۴۳هیوادونو پلاؤ   د  دغه  پوځی صنائعو دنندارتون  دلیدو لپاره کراچۍ ته  سفرونه  کړی دی .

 دغه  ډول نندارتون  په دوو کلونو کې یو ځل  په کراچۍ کې  ترسره کیږی .