د پاکستان یو شیعه لوړ پورئ عالم له بند څخه آزاد شو
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د شیعیانو برجسته عالم، د پاکستان د شیعیانو د اقدام کمیټې مسؤل، او د کراچۍ ښار د«نور ایمان» د جامع جومات ملا امام«علامه یوسف حسین» د کراچۍ ښار له «ملیر» بند څخه آزاد شو.
ده پرون له جیل څخه له آزادیدو وروسته د خلګو په ټول کی وویل: چی د پاکستان د شیعه مسلمانانو د حق او حقوقو لپاره، مبارزې ته دوام ورکوؤ او د دښمنانو توطئې شنډؤو.
په تیرو دؤو اونیو کی د«مولانا میرزا یوسف حسین» او «فیصل رضا عابدی» په شمول یو شمیر شیعه شخصیتونه، د پاکستان د امنیتی ځواکونو له خوا ونیول شول، او یو شمیر شیعیان هم د هدفمنو ټرورونو په ترځ کی د کراچۍ په ښار کی ووژل شول.
په څو تیرو ورځو کی د کراچۍ ښار، د پاکستان دولت د ځپونکو اقداماتو او د شیعه عالمانو د نیولو په اعتراض کی د مظاهرو کتونکئ ؤ.