د پاکستان د پوځ دوو لوړرتبه چارواکو له وزیراعظم سره کتنې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i33376-د_پاکستان_د_پوځ_دوو_لوړرتبه_چارواکو_له_وزیراعظم_سره_کتنې_وکړې
د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک نوی قومندان او نوی لوې درستیز د دغه هیواد له وزیراعظم نواز شریف سره جلاجلا ملاقاتونه وکړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2016 09:56 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ دوو لوړرتبه چارواکو له وزیراعظم سره کتنې وکړې

د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک نوی قومندان او نوی لوې درستیز د دغه هیواد له وزیراعظم نواز شریف سره جلاجلا ملاقاتونه وکړل.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې که څه هم په اسلام آباد کښې له وزیراعظم نواز شریف سره د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک د نوی قومندان جنرال قمر جاوید باجوا او د دغه هیواد د پوځ د نوی لوې درستیز جنرال زبیر حیات د دغو ملاقاتونو جزئیات نه دی خپاره شوی خو ویل کیږی چې د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند خلاف ورزی او له ترهګرۍ سره د مقابلې دوام د پاکستان له وزیراعظم سره د دغو دوو لوړرتبه پوځی چارواکو د خبرواترو ډیر مهم چورلیزونه وی.

د ویلو ده چې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین پرون د دغه هیواد د وزیراعظم نواز شریف په وړاندیز یو حکم کښې جنرال قمر جاوید باجوا د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک د قومندان او جنرال زبیر حیات یې د دغه هیواد د پوځ د لوې درستیز په توګه وګمارل.

د پاکستان د ځمکنی پوځ اوسنی قومندان جنرال راحیل شریف راتلونکې سه شنبه ریټایر یا متقاعد کیږی.