صهونیسټان دې پر فلسطینی ملت جنایتونه ختم کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i33817-صهونیسټان_دې_پر_فلسطینی_ملت_جنایتونه_ختم_کړی
د سحر اردو ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، په ملګروملتو کې دپاکستان استاذې میرمن ملیحه لودهی بیګا د دغې مووسې په مرکز کې په یوې غونډې کې پخپلې وینا کې ویلی دی ، پاکستان دفلسطین له مظلوم ملت سره دخوخوږۍ په ښودلو سره هماغه راز دفلسطین له ولسه خپل ملاتړ ته دوام ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2016 11:53 Asia/Kabul
  • صهونیسټان دې پر فلسطینی  ملت جنایتونه  ختم کړی

د سحر اردو ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، په ملګروملتو کې دپاکستان استاذې میرمن ملیحه لودهی بیګا د دغې مووسې په مرکز کې په یوې غونډې کې پخپلې وینا کې ویلی دی ، پاکستان دفلسطین له مظلوم ملت سره دخوخوږۍ په ښودلو سره هماغه راز دفلسطین له ولسه خپل ملاتړ ته دوام ورکوی .

 هغې زیاته کؤې  الاقصی جومات  له ډیرو مودو راهسې  د صهونیسټانو په سپیرو منګولو کې  دی اوتراوسه پورې   څه دپاسه  پنځه میلیون فلسطینیان  دصهونیسټانو  دیرغلونو  په دلیل   له خپلو کورونو کوچیدلی دی .

 په ملګروملتو کې  دپاکستان  دایمې  استاذې   دفلسطین د موضوع پر حل ټینګار کړی او  له دغه  نړیوال اورګانه ئې غوښتی دی  چې  دفلسطنیانو   حق اوحقوقوته دې  ډیر  او فوری پام وشی .

 دفلسطین   د روغتیا ئی چارو وزیر   په  همداوروسیتو کې ویلی دی ،  د تیر کال له اکتوبر میاشت راهسې   دروان کال  دنومبر تر شلمې پورې   په نیواکی ټاټوبو کې  څه دپاسه   دوه نیم سوه  فلسطینی  ځوانان دخونخوارو صهونیسټی پوځیانو په ډزو   شهیدان شوی دی .