وسله والو په ګوادر بندر کښې د پاکستان کسټمز درې کارکونکی وتښتول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i34042-وسله_والو_په_ګوادر_بندر_کښې_د_پاکستان_کسټمز_درې_کارکونکی_وتښتول
نامعلومو وسله والو په ګوادر بندر کښې د پاکستان د کسټمز په ادارې باندې په حملې سره د دغې ادارې درې کارکونکی وتښتول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2016 16:15 Asia/Kabul
  • وسله والو په ګوادر بندر کښې د پاکستان کسټمز درې کارکونکی وتښتول

نامعلومو وسله والو په ګوادر بندر کښې د پاکستان د کسټمز په ادارې باندې په حملې سره د دغې ادارې درې کارکونکی وتښتول.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې د پاکستان د ګوادر بندر د پولیسو مرستیال مشر طفیل بلوچ وویل: وسله والو کسانو د بلوچستان صوبې په پسنی سیمه کښې پر سرحدی ریجمینټ حمله وکړه او په حکومتی ګاډو کښې یې د ګوادر بندر د ګمرک یا کسټمز درې کارکونکی وتښتول.

د سړی تښتونې د دې پیښې پړه لا چا نه ده منلې.

د چین پاکستان  اقتصادی کوریډور له ګوادر بندره پیلیږی. په دغه طرحه کښې څه باندې ۴۶ میلیارډ ډالره پانګونه شوې ده او د پاکستان پوځ یې د خوندی ساتنې ذمه واری منلې ده.

دغه بندر د پاکستان د بلوچستان صوبې په سویل کښې پروت دی.