وسله والو په ګوادر بندر کښې د پاکستان کسټمز درې کارکونکی وتښتول
Dec 03, 2016 16:15 Asia/Kabul
نامعلومو وسله والو په ګوادر بندر کښې د پاکستان د کسټمز په ادارې باندې په حملې سره د دغې ادارې درې کارکونکی وتښتول.
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې د پاکستان د ګوادر بندر د پولیسو مرستیال مشر طفیل بلوچ وویل: وسله والو کسانو د بلوچستان صوبې په پسنی سیمه کښې پر سرحدی ریجمینټ حمله وکړه او په حکومتی ګاډو کښې یې د ګوادر بندر د ګمرک یا کسټمز درې کارکونکی وتښتول.
د سړی تښتونې د دې پیښې پړه لا چا نه ده منلې.
د چین پاکستان اقتصادی کوریډور له ګوادر بندره پیلیږی. په دغه طرحه کښې څه باندې ۴۶ میلیارډ ډالره پانګونه شوې ده او د پاکستان پوځ یې د خوندی ساتنې ذمه واری منلې ده.
دغه بندر د پاکستان د بلوچستان صوبې په سویل کښې پروت دی.