نوی ډیلی هروخت تیار شی پاکستان ورسره خبرې اترې کوی
د سحر اردو ټیلیویژنی چینل راپورورکړ په خارجه چارو کې دپاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز نن دهندوستان په امریتسر کې دآسیا زړه نومې کنفرانس په څنډې کې وویل پاکستان په سیمې کې سوله اوثبات غواغړی او په دې زمینې کې هڅې کوی .
هغه روښانه کړې داسلام اباد اونوی ډیلی ترمینځ داختلافاتو دحل یوازینۍ لاره خبرې اترې دی .
له دې مخکې هم دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف دکشمیر دموضوع پشمول داختلافاتو دحل لپاره له هندوستان سره دخبرواترو لپاره دخپل هیواد چمتووالی اعلان کړی ؤ .
داپه داسې حال کې دی چې دهندوستان مرستیال خارجه وزیر جی شینکر هم بیګا د آسیا زړه نومې کنفرانس په څنډې کې له پاکستان سره د خپل هیواد دچارواکو ترمینځ هرډول خبرې اترې رد کړې وې .
ډیری شناندی او کارپوان وائی چې د هندوستان په مریتسر کې دآسیا دزړه د کنفرانس په دوه ورځنۍ غونډې کې دپاکستان ګډون یوه هوښیاره فیصله وه او په دغه کنفرانس کې زیاتره ګډون کونکی دپاکستان دحکومت د دغې فیصلې هرکلی کوی . ان تردې چې دافغانستان او پاکستان په چارو کې دروسیې ځانګړی استاذی کابلوف هم په زغرده وئیلی دی چې د آسیا زړه کنفرانس دوینا والو له خوا پر پاکستان دتور لګول سمه خبره نه ده .