دکابل مخالفو وسله والو ډلو ته د پاکستان خبرداری
Dec 05, 2016 02:26 Asia/Kabul
د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال د کابل د دولت مخالفو ترهه ګرو ډلو منجمله حقانی ډلې ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان ناامنۍ پای ته ورسوی.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې اعزاز چودری پرون وویل دغه هیواد د افغانستان لپاره ښه ګاونډی دی او افغانستان همیشه د پاکستان له بندرونو استفاده کړې ده .
د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال همداراز وویل د کابل د دولت د مخالفو ډلو په وړاندې د پاکستان دریځ صفا دی او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له ناامنه کولو ډډه وکړی.
هغه ټینګار وکړ : هند دې له افغانستان او نورو هیوادونو د پاکستان په خلاف استفاده نه کوی او پاکستان به هم دغه کار ونه کړی.
دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان ولسمشر په دا وروستیو کې یو ځل بیا پاکستان د ترهه ګرو په ملګرتیا تورن کړی و.