دکابل مخالفو وسله والو ډلو ته د پاکستان خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i34189-دکابل_مخالفو_وسله_والو_ډلو_ته_د_پاکستان_خبرداری
د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال د کابل د دولت مخالفو ترهه ګرو ډلو منجمله حقانی ډلې ته  خبرداری ورکړ چې د افغانستان ناامنۍ پای ته ورسوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2016 02:26 Asia/Kabul
  • دکابل مخالفو وسله والو ډلو ته د پاکستان خبرداری

د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال د کابل د دولت مخالفو ترهه ګرو ډلو منجمله حقانی ډلې ته  خبرداری ورکړ چې د افغانستان ناامنۍ پای ته ورسوی.

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې اعزاز چودری پرون وویل دغه هیواد د افغانستان لپاره ښه ګاونډی دی او  افغانستان همیشه د پاکستان له بندرونو استفاده کړې ده .

د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال همداراز وویل د کابل د دولت د مخالفو ډلو په وړاندې د پاکستان دریځ صفا دی او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له ناامنه کولو ډډه وکړی.

 هغه ټینګار وکړ : هند دې له افغانستان او نورو هیوادونو د پاکستان په خلاف استفاده نه کوی او پاکستان به هم دغه کار ونه کړی.

دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان ولسمشر په دا وروستیو کې یو ځل بیا پاکستان د ترهه ګرو په ملګرتیا تورن کړی و.