د پاکستان هوایی ځواک دولس ترهه ګر ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i34195-د_پاکستان_هوایی_ځواک_دولس_ترهه_ګر_ووژل
د پاکستان د پوځ له خوا په خیبر پختونخوا صوبه کې د ترهه ګرو په  خلاف  په هوایی عملیات کې دولس ترهه ګر ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2016 02:30 Asia/Kabul
  • د پاکستان هوایی ځواک دولس ترهه ګر ووژل

د پاکستان د پوځ له خوا په خیبر پختونخوا صوبه کې د ترهه ګرو په  خلاف  په هوایی عملیات کې دولس ترهه ګر ووژل شول .

 

د ډان خبری سایټ د راپور له مخې د پاکستان د پوځ هوایی ځواکونو پرون د خیبر ایجنسی په ریګه سیمه کې د ترهه ګرو په پټنځآیونو برید وکړ  چې د دولسو ترهه ګرو پر وژل کیدو سربیره د هغوی پټنځایونه هم له مینځه لاړل .

 د پاکستان د خیبر ایجنسی قبایلی سیمې  چې د افغانستان پولې ته نزدې پرتې دی د ډیرو ترهه ګرو د پټیدو ځایونه دی.

د پاکستان مقاماتو په ځلونو ویلې چې د دغه هیواد د پوځ له خوا د  ضرب عضب  عملیات به  په مخلتفو سیمو په تیره بیا په قبایلی او د خیبر پختونخوا صوبې په مختلفو سیمو کې د ټولو ترهه ګرو تر وژل کیدو پورې دوام ولری.

د پاکستان پوځ د ضرب عضب  اپریشن د پیل له وخته تر اوسه  په تیرو دریو کلونو کې  په خیبر پختونخوا صوبه کې  په زرګونو ترهه ګر مړه ژوبل او یا نیولې دی.