عربستان له یمن سره نزدې په یوې پاکستانی کشتۍ هوائی حمله وکړه
Dec 06, 2016 17:09 Asia/Kabul
د یمن په سواحلو کښې په یوې پاکستانی کشتۍ باندې د عربستان د جنګی الوتکو په حمله کښې شپږ پاکستانی سیلران ووژل شول.
زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې سعودی جنګی جیټونو نن د ۱۲ پاکستانی سیلرانو لرونکې کشتۍ چې د یمن په لویدیځ کښې د تعز ولایت د مخادر ښار د ساحل په خوا کښې په تیریدو وه، په نښه کړه.
په دغه برید کښې شپږ پاکستانی کشتۍ چلونکی وژل شوی او شپږ تنه بې درکه شوې دی.
سعودی عربستان د امریکې او صهیونیسټی رژیم په ملاتړ سره د ځمکې، هوا او سمندر له لارې یمن هیواد کلابند کړی دی او د دغه هیواد جنګ ځپلو خلکو ته د هرډول انساندوستانه مرستو د رسیدو مخه نیسی.