دپاکستان په پنجاب شیخوپوره کې څلورتکفیری ترهه ګر هلاک شوی دی
دسحر اردو ټیلیویژنی چینل راپورورکړ دپاکستان دترهه ګرۍ ضد محکمې دیوې خبرتیا په خپرولو سره ویلی دی د دغه هیواد امنیتی ځواک بیګا دپنجاب صوبې په شیخوپوره ښار کې دجنګوی لښکر تکفیری ډلګۍ په مرکز په عملیاتو سره له ترهه ګرو سره ونښتل چې په نتیجې کې ئې څلور ترهه ګرهلاک شوی ا و څلور نور هم فراری شوی دی .
په دغو عملیاتو کې زیات شمیر چاودیدونکی توکی اومهمات هم کشف او ضبط شوی دی .
تیره اونۍ هم دبلوچستان صوبې په مستونګ سیمې کې له پاکستانیو امنیتی مامورانو سره په نښتې کې دجنګوی لښکر تفکیری ډلګۍ دوه ترهه ګرهلاک شوی وو .
په پاکستان کې دجنګوی لښکر ،سپاه صحابه ، طالبان ،جماعت الاحرار پشمول په دغه هیواد کې ترهه ګرې ډلې خورا خطرناکې تفکیری ډلې دی چې تراوسه پورې ئې د اهل تشیع پشمول د دغه هیواد په زرګونو بې ګناه خلک په جوماتونو ،عامو ځایونو ، اوبازارونو او دفترونو او ښونځیو کې پخپلو وینو کې لیت پیت کړی دی .