دپاکستان دطالبانوډلې یومهم کمانډر فضل سعید خپل ساتونکی هلاک کړ
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان دطالبانو ډلې یو مهم کمانډر او په کورمې ایجنیسۍ کې د دغې جنایتکارې ډلې مسئول فضل سعید حقانی پرون ناوخته دکوزې کورمې په سرو غوړګو سیمې کې د فضل سعید حقانی یوه ساتونکی ادریس اپریدی په لاس په ناتار ډزو کې چې ویل کیږی دځینو شخړو په سر ئې ورسره اختلاف ؤ سره دخپل یوه بل ساتونکی په ټکه ووژل شو او دهغه ساتونکی هم له پیښې په تښتې کې بریالی شوی دی .
راپورښئ فضل سعید دحکیم ا... مسعود طالب ډلې یو مهم غړی ؤ چې په ځینو موردونو ئې ورسره اختلاف شوی و او له دغې ډلې بیل شوی او په ۲۰۱۰ کال ئې خپله ډله یعنی تحریک طالبان اسلامی ډله جوړه کړه او په ډیرو جنایتونو کې ئې لاسونه ککړ وو .
البته ځینی کړۍ دا هم وائی چې هغه دپاکستان له ځینو حکومتی ادارو او استخباراتي ادارې ايي ایس ايی سره نزدې اړیکې هم درلودې او دغه ټول جنایتونه ئې د همدغو استخباراتی ادارو په بشپړ مرستې او غږملتیا سره کول ، خو ځینی نور هم وائی چې دغه جنایتکار کس دحکومت په تور لیسټ کې شامل ؤ او دهغه په وژلې او یانیولو ئې پنځوس لکه روپۍ انعام هم ټاکلی ؤ ..
داپه داسې حال کې دی چې فضل سعید حقانی په ډیرو عامو وژلو او جنایتونو کې برخه اخستې اویا ئې په غیر مستقیم ډول پړه په غاړه اخستې ده. دخبر ترمخابیره کیدا پورې ئې دقاتل ساتونکی په اړه نور معلومات نه دی ترلاسه شوی چې هغه په کوم لور خوځیدلی دی .